په یوې ماشومې جلکۍ وسلوال برید
عنایت الله پویان عنایت الله پویان

د پاکستاني طالبانو له خوا د ملالې

په نامه په یوې ماشومې جلکۍ وسلوال

برید او په هکله يې زما عنایت الله پویان نظر

 

 

د هر قام او د هرې ټولنې وګړي د ځانګړو روحي تمایلاتو او دودونو او رواجونو د لرلو په بنیاد یو تر بله سره بیلیږي او پیژاندل کیږي ـ د پښتنو د قام بهادر، میړني وګړی هم د جهان د نورو وګړو په څیرځانګړي روحي تمایلات او خصوسیات لری چې له باباګانو او نیکونو څخه هغوی ته د میراث په توګه پاته دي او هغه پښتو ژبه اوپښتني دودونه دي چې پښتانه یې د پښتونواله په نامه پیژني ـ د پښتنو پښتونواله او غیرت او میړانه چاته اجازت نه ورکوي چې په تور سرو مورګانو او انجونو او تنکو ماشومانو دې که څه هم د هغوی په مخالفت کې هم وي وسلوال بریدونه ؤ شي ـ زه فکر کوم هغه غدار چې د ماشومې جلکۍ ملالۍ وینې ؤبیولې پښتون به نه وي او یا به يې د پښتنو تاریخ او پښتو او پښتونواله هیره کړې وې، دا چې د وطن پالې ماشومې جلکۍ ملالې په وړاندې د ظالمو ورپکو کړنې او له وحشت ډک بریدونه د بی غیرتي او له پښتونوالي څخه لرې د بیغیرتي خبر ده، زه د یوه  دود پال پښتون لیکوال په ټوګه د ګرانې ماشومې خورکۍ ملالې په وړاندې د دغه وحشی طالب د برید غندنه کوم او د ګرانې زړورې ماشومې ملالۍ لپاره د لوی خدای(ج) له دربار څخه د روغ صحت هیله کوم او د هغې میړانې او غیرت او صداقت او پښتونولۍ او وطنپالنې ته د احترام سر ټیټوم او د سوات د سیمې له چارواکو څخه هیله کوم چې د هغه ښونځي نوم دې کوم چې ملاله په کې تعلیم کوي د ملالې یوسف زۍ په نامه ؤنومول شي او دا خبره هم شایي هیره نکړو چې  د وحشي اورپکو له خوا د څورلس کلنې ماشومې جلکۍ ملالې باندې د سیکولاریزم تور لګیدلای دی ، حال دا چې دغه د لږ عمر جلکۍ د سیکولار په مانا نه پوهییږي نو څرنګه به د سکولار د ایدیالوږۍ پلوي وکړي ـ له بده مرغه د نا پوهۍ له کبله  د پاکستان او افغانستان عوام خلک او حتی د دغو سیمو ځنې د سواد خاوندان د سیکولار په مانا نه پوهیږي اود سیکولار ایدیالوژي د بې دیني په نامه په غلطه توګه ترجمه کوي، حال دا چې د  لمړي زل لپاره د سکولار تر سرخط لاندې مبارزه په اروپا کې د کلیسا د مطق العناني او د کلیسا د پادریانو د ظالمانه چاچلند په وړاندې د پروتستانو له خوا پیل شوه او اصلاحي بڼه یې لرله او د دین د محوه کیدو لپاره مبارزه نه ده او مبارزه نه وه ـ خو د افغانستان او پاکستان عوامو خلکو د سکولار نوم آوریدلای دي خو په مانایې نه پوهیږي او د نا پوهۍ له کبله په غلط توګه  د سیکولار فلسفه د بې دیني په نامه ترجمه کوي ـ زه د افغانستان او پاکستان په نا لوستو عوامو خلکو غږ کوم او هغوی ته وایم : له هرڅه د مخه د سیکولار په مانا ځانونه پوی کړئ اوبیا په خوارو خلکو د بې دینۍ تور ولګوئ ـ دا ؤ زما نظر ـ د خدای ښه دې وي ـ

 


October 20th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي